يوه ورځ دخيال ماڼۍ کې ملکه به د وختو يم
ټول د مينې شاعران به مې سپاهيان ددروازې وي
ښځينه ليکولان ټولې پريزاتې مې دمينې
سوله سوله به سندره دا يادګاردزما نو وي
يوه ورځ دخيال ماڼۍ کې ملکه به شم دسولې
زما عقل ترجمانه ستا د مينې د خوبو وي
يوه ورځ دخيال ماڼۍ کې تابه وغواړم دربارته
ملکه به يم د مينې غوږ به کيږدم ستاګفتار ته
يوه ورځ دخيال ماڼۍ کې زما هيواد کې به وي سوله
زه به بيرته راستنه شم ستا دمينې خوږ ديار ته
يوه ورځ دخيال ماڼۍ کې دسپين غر دلمن ګل يم
ته به هم را باندې وياړی چې زه ستا دلارې مل يم
ته به مينه زه به سوله ستړي ستړي په سندرې
ته ګلاب او زه بلبله دحفيظ دژوند ملګري