کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ناروغ پوليس د ټولنې ستونزې لا ډېروي

ناروغ پوليس د ټولنې ستونزې لا ډېروي


هغه وخت چې پوليس په نېشه روږدي وي، له هغوى څخه څه ډول د سمون او اصلاح غوښتنه او هيله وكړو، ځكه چې هغوى په خپله نه شي كولاى چې د خپل ځان چاره وكړي او خپل ژوند ترتيب كړي.
يو ناروغ نه شي كولاى چې بل ناروغ تداوي كړي، ځكه چې هغه خپله هم ناروغ دى. يو څوك چې په خپله په فساد ككړ وي او خپله په جرمونو بوخت وي، څه ډول به وكولاى شي، چې نورو ته ښېګڼه راولي او د ښه او آرام ژوند زېرى ورباندې وكړي.
د خلكو لپاره يوازيني خلك همدا پوليس دي چې دوى هيله ترې لري او د خپلې وېرې او ګواښ په وخت همدى يادوي. خو كاشكې چې زموږ پوليس جوړ واى او زموږ په درد يې خوړلي واى. زه څو كسان پېژنم چې هغوى نېشه يان دي او اوس د پوليسو په ليكو كې په كار بوخت دي. هغوى تر دې مخكې نشواى كولاى چې كوم كار وكړي، خو اوس د پوليسو د نظامي درېشي په زور سره كولاى شي چې هم اولاد ته ډوډۍ پيداكړي او خپل ځان ته چرس، ترياك او هيرويين.
اوس دولت د دې لپاره چې نېشه يي پوليس له دندو ګوښه كړي، د پوليسو يو پلاوى ټاكلى څو ټول پوليس معاينه كړي او هغه پوليس چې نېشه يي توكي كاروي له دندو يې ګوښه كړي، په همدې لړ كې د پروان په ولايت کې د ۱۲۰۰ پوليسو له ډلې څخه ١٥ په ترياکو او هيرويينو روږدي او ٩٨ هغه پوليس، چې پر نشه يي توکيو د روږديو پوليسو د معلومولو په موخه معاينې ته نه دي حاضر شوي، له دندو ګوښه کېږي.
 د نوموړي ولايت د امنيې د قوماندان له څرګندونو څخه ښكاري چې له يادو ١١٣ پوليسو څخه٧٠ تنه سرتېري او نور افسران دي. نوموړي زياته كړې، چې نوموړي نېشه يي پوليس ځکه له دندو ګوښه کېږي، چې روږدي پوليس دنده نه شي اجرا کولى او کېداى شي، چې په خپله جرم وکړي.
 په نوموړي ولايت كې له ترياكو او هيرويينو پرته ۱۶۰ كسان په چرسو هم روږدي دي، خو په چرسو روږدي كسان به د پروان ولايت رواني روغتون ته وروپېژندل شي، ځكه چې د هغوى معالجه شونې ده.
كه چېرې د ټول هېواد په كچه د پوليسو ليكې په نېشه يانو څخه پاكې نه شي، هېڅ هېوادوال به پوليس ته د ټولنې د خدمتګار په نوم ونه ګوري، بلګې هغه ته به د يوه مجرم او غله په سترګه وګوري او هېڅ كله به هم په پوليس باور او اعتماد ونه كړي.
ډېر ځله هېوادوال د پوليسو له دا ډول كسانو سره مخ شوي دي. چې هغوى نېشه يي پوليس دي او د ډېرو وړو لانجو د اوارولو په سر يې يا په خوښه او يا هم په زور له دوى څخه پيسې اخيستې دي.
د دې تر څنګ د دې هم ډېره اړتيا ليدل كېږي چې پوليس زده كړې ولري او همدارنګه پوليسو ته داسې يو معاش وركړل شي چې د دوى ژوند تامين كړاى شي، چې له يوې خوا به د اداري فساد، رشوت او ګډوډۍ مخه نيول شوې وي او له بلې خوا به زموږ د دوولسم فارغين دې ته زړه ښه كړي چې د پوليسو ليكو ته لاړ شي، ځكه چې په اوس حالت كې زموږ ډېرى پوليس بې زده كړو دي، چې بې زده كړې پوليس هېڅ كله هم د خلكو د آرامۍ لامل نه شي كېداى پرته له دې چې خلكو ته يو سرخوږى جوړ كړي.
د دې ټولو تر څنګ د پوليسو په ګمارنه كې د دوى شاليد يا سابقې ته هم بايد وكتل شي، چې ايا نوموړى صادق كس دى كه نه؟ په ټولنه كې څه ډول ژوند كړى دى.
 له همدې امله هېواد زده كړيو، روغو او صادقو پوليسو ته اړتيا لري، ناروغ، بې سواده او نېشه يي كسان هېڅ كله هم نه شي كولاى چې ټولنې ته نېكمرغي راولي.