د خوست ولايتي مقامات وايي په دې ولايت کي د ملي پوځيانو پر يوه موټر چاودنه سوې چي مرګ ژوبله يې نه ده اړولې.
د خوست امنيه قومندان د شينهوا آژانس ته ويلي چاودنه نن د پنجشنبې په ورځ پر ځايي وخت څه باندي لس بجې د خوست ښار څخه يو کيلومتر دباندي د ملي پوځ پر يوه کاروان سوې چي ځاني تلفات يې نه دي اړولي.