کور / تازه خبرونه / امريکا: د بې نظير بوټو په وژلو کي لاس نه لرو

امريکا: د بې نظير بوټو په وژلو کي لاس نه لرو

د امريکا د خارجه چارو وزارت هغه تورونه رد کړل، چي د پاکستان د آى، ايس، آى د متقاعد مشر جنرال حميدګل له خوا پر دغه هيواد لګېدلي وو.
د خارجه وزارت وياند فليپ کرولي وايي پر امريکا د جنرال حميدګل له خوا د بې نظيري په قتل او د پېښور په وروستي ځانمرګي بريد کي د لاس لرلو تور کورټ بې بنسټه دئ .
فليپ کرولي وويل ترهګر د پاکستان او امريکا دواړو دښمنان دي او د دواړو هيوادونو اوسېدونکي بېله کوم توپيره وژني.
د آى، ايس، آى پخواني مشر جنرال حميدګل پرون پر امريکا تور ولګاوه، چي د بېنظير بوټو په وژلو کي يې لاس درلودئ او همدا راز يې دغه هيواد په پېښور کي د وړمي ورځي په ځانمرګي بريد کي هم په لاس لرلو تورن کړ. د وړمي ورځي حمله د جماعت اسلامي د پلويانو په هغه مظاهره کي سوئ وو چي د برېښنا د خرابوالي پر ضد يې جوړه کړې وه.