کور / تازه خبرونه / افغانستان د ژورناليستانو په ساتنه کي ناکام وبلل سو

افغانستان د ژورناليستانو په ساتنه کي ناکام وبلل سو

د امريکا يوې تحقاتي ادارې د نړۍ د ١٢ هيوادونو ليست خپور کړئ چي د ژورناليستانو په ساتنه او د هغوى تر مرګ وروسته د قاتلينو په لټون کي ناکامه بلل سوي دي.
راپور وايي له ٢٠٠٠ کال څخه تر ٢٠٠٩ کال پوري يې په دغو هيوادونو کي پر ژورناليستانو د حملو، وهلو ټکولو او د هغوى د وژلو قضيې څېړلي دي خو د دې هيوادونو حکومتونه يې په څېړنه کي يا ناکامه سوي دي او يا يې علاقمندي نه ده ښوولې.
راپور وايي عراق، سوماليا، فلپاين، سريلانکا، کولمبيا، افغانستان، نيپال، روسيه، مکسيکو، پاکستان، بنګلدېش او هندوستان هغه هيوادونه دي چي حکومتونه يې د ژورناليستانو په ساتلو کي پاته راغلي دي.