کور / تازه خبرونه / د سولي مشورتي جرګه وځنډېده

د سولي مشورتي جرګه وځنډېده

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د سولي مشورتي جرګه له امريکا څخه د راستنېدو تر وخته ځنډولې ده.
ولسمشر کرزى په پام کي لري چي د مې د مياشتي تر لومړۍ لسيزي وروسته امريکا ته سفر وکړي او سولي مشورتي جرګه چي ټاکل سوې وه لس ورځي وروسته په د ثور پر ١٢ – مه نېټه په کابل کي جوړه سوې واى د ولسمشر کرزي د راستنېدو تر وخته ځنډېدلې ده.
د افغان حکومت له خوا تر اوسه په دې هکله څه نه دي ويل سوي چي ولي د جرګې غونډه د امريکا څخه تر ليدني پوري وځنډول سوه.
د سولي په مشورتي جرګه کي به د افغانستان له ټولو ولايتونو څخه د ولايتي شوراګانو وکيلان، د ولسواليو استازي او نور دولتي مقامات ګډون وکړي او پر دې به وږغېږي چي څنګه د دولت له مخالفانو سره خبري وکړي.
خو ځينو شنونکو له مخکي لا دا جرګه يو عبث مصرف او د وخت ضايع کول په ګوته کړي او وايي بېله د طالبانو او دولت د نورو مخالفانو له حضور څخه به هر ډول جرګه که څه هم مشورتي يا ابتدايي جرګه وي ناکامه ده.