کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

افغان جرګه:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا هم په ايران كې د افغانانو د اعدام او ژوني سوزولو مسئله راخستې او ليكلي، چې د افغان دولت يو پلاوې به ددې پيښې د څيړلو په هدف تهران ته سفر وكړي.
ورځپاڼې په يو جلا څيړنيز مطلب كې هم په ايران كې د افغانانو د اعدام او له هغوى سره د ايرانيانو ناوړه چلند ته په اشارې ليكلي، چې افغانستان كې د دوستۍ د درواغجنو مدعيانو تر ساطور لاندې دې.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د سولې د ملي مشورتي جرګې په اړه د ځينو رسنيو په چلند انتقاد كړې او ليكلي، چې دوى ددې جرګې په اړه د خلكو ذهنونه مغشوشوي حال دا، چې د ورځپاڼې په وينا اوس ددې اړيتا ده، چې ټول په يوه خله ددې ملي خوځښت نه كلك ملاتړ وكړي.

هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په هغى مشورتي غونډې بحث كړې، چې د ولسمشر كرزي په مشرۍ جوړه شوې وه او پكې په مهمو ملي مسايلو سلا مشورې وشوې.
ورځپاڼې ليكلي، چې د هيوادنيو ګټو ددفاع لپاره بايد په ګډه مرچله كې په پوره همغږۍ كې كار وشي.
ورځپاڼې په كابل كې جوړيدونكې د سولې د ملي مشورتي جرګې نه د نړيوال ملاتړ مسئله هم راخستې او ليكلي، چې اوس دا ملاتړ زيات پراخ شوې دې.

سرنوشت:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا ليكلي، چې په ايران كې د افغانانو د اعدام په سر په اعتراض كې په هالنډ كې ميشتو افغانانو په هاګ ښار كې د ايران د سفارت په وړاندې احتجاجي مظاهره كړې، چې د ورځپاڼې په وينا يو شمير ايرانيانو هم پكې برخه اخستې وه.
ورځپاڼې ليكلي، چې مظاهره كوونكو د دريو زرو افغانانو د اعدام د حكم د بدلولو غوښتنه كوله.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په ولسي جرګه كې د بوديجې په سر په روانو بحثونو تبصره كړې او ليكلي، چې د بوديجې په اړه ددې جرګې دريځ خلكو ته ستونزې پيدا كوي.
په ورځپاڼه كې په افغانستان كې د ښوونې او روزنې بهير ته هم كتنه شوې او شتو ستونزو ته په پام سره غوښتل شوي، چې پدې برخه كې بايد جدي اقدامات وشي.

خدمتګار:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا د افغانانو په وړاندې د ايرانيانو د ناوړه چلند ته په اشارې د خپل لومړي مخ په يو مطلب كې ليكلي، چې دا ځلې ايران د يو افغان لوبغاړي په اتلوي هم خيټه واچلوه.
ورځپاڼې ليكلي، چې دغه افغان لوبغاړي په ايران كې د تكواندو په سياليو كې اتلوي ګټلې وه، خو ايران د ځينو ستونزو په زيږولو سره هغه خپله كړه.
ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرليك له ملابرادر نه روانو تحقيقاتو ته ځانګړې كړې او ليكلي، چې نوموړې د طالبانو په اړه رازونه افشا كوي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د قومي مشرانو د وژلو په موضوع بحث كړې او پدې ترڅ كې د سپين بولدك ولسوالۍ وروستۍ پيښې ته په اشارې ليكلي، چې دا كار د سيمه ايزو استخباراتو په لارښوونه كيږي.

اصلاح او انيس:
دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې په روانو حالاتو خبرونه او تبصرې خپاره كړي دي.
انيس پخپله سرمقاله كې د كندهار د عملياتو په اړه د ناټو د يو جګپوړي چارواكي په څرګندونو بحث كړې او ليكلي، چې پدې برخه كې د خلكو د ملاتړ جلبول خورا زيات اهميت لري.
خو اصلاح بيا ليكلي، چې د سولې د ملي مشورتي جرګې په پاى كې به د سولې د ټينګښت لپاره يوه معقوله لار پيدا شي.

ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا په يو مطلب كې د افغانستان په سياسي قدرت كې د باج وركولو او باج اخستلو په مسئلې بحث كړې او ليكلي، چې اوس هم افغان كابينه نيمګړې ده او د اوو وزيرانو برخه ليك روښانه ندې.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې په وسلوالو مخالفينو هم انتقاد كړې او ليكلي، چې دوى يوازې د پيسو لپاره وسله پورته كړې او د ورځپاڼې په وينا داسې كسانو ته يوازې د مزدور خطاب كيداى شي.
دې ورځپاڼې هم په يو مطلب كې ليكلي، چې امريكايانو له ملابرادر نه نوي معلومات ترلاسه كړي دي.