د وري ٣١مه، ١٣٨٩، پژواک خبري اژانس
په کندهار کې د لومړي ځل لپاره د ژورناليستانو او فرهنګيانو ګډ مرکز (کندهار پريس کلب) نن د وري په ٣١ مه، د ځانګړيو مراسمو په ترڅ کې پرانيستل شو.
غونډه د کندهار پريس کلب د غونډو په سالون کې جوړه شوې وه، چې کندهار والي توريالي ويسا، د کندهار لپاره د کاناډا هېواد ځانګړي استازي بن روزوېل، د بشر حقونو او پوهنتون استازيو، ژورناليستانو، فرهنګيانو، د مدني او صنفي اتحاديو استازيو پکې ګډون کړى و.
په پيل کې د امريکا ږغ اشنا راډيو خبرال او د کندهار پريس کلب منتخب مشر فضل الرحمن پرانيستونکې وينا وکړه او ويې ويل، له يوه اوږده انتظار وروسته کندهار مېشتې خبريالان په دې وتوانېدل چې خپل وجود سره راټول او د يوه وجود په توګه د خپل مسلک په چوکاټ کې د ټولنې خدمت وکړي.
هغه زياته کړه، په تېرو اتو کلونو کې کندهار د روان کړکېچ د ثقل مرکز ګرځېدلى او د هېواد په کچه د خبر د توليد سرچينې لري.
د نوموړي په وينا، کندهار پريس کلب چې د دغې سيمې د خبريالانو د فکري پيوند ګډه حجره ده، د ټولو ژورناليستانو ګډ کور ګڼل کېږي او غړي يې يو شان حقوق او مکلفيتونه لري.
ده وويل، کندهار پريس کلب هڅه کوي، چې د يوې واحدې قوې په توګه د خپلو خلکو محروميتونه، ستونزې او سيمه ييزې کشالې په پراخه کچه د رسنيو له لارې منعکسې کړي.
فضل الرحمن د پريس کلب د جوړېدو د مالي سرچينو په اړه وويل چې د نړيوالو مرستندويه ادارو او دولت له مرستو يې ځکه ډډه کړې چې د ټولنې او خلکو په وړاندې د خبريالانو د عزم او خدمت روحيه له خنډه سره مخ نه کړي.
د هغه په خبره، د پريس کلب په جوړولو کې يوازې د سيمې ملي سوداګرو او پانګوالو بې شرطه مرستې کړي او د هغوى په مرسته به مخ پر وړاندې ځي.
کندهار والي توريالي ويسا، په کندهار کې د پريس کلب جوړېدل يوه مهمه اړتيا وبلله او د دولت له لورې يې له هغوى سره د مرستې ډاډ ورکړ.
خو نوموړي له ژورناليستانو وغوښتل چې خپل بې پرېتوب وساتي، د امنيتي پېښو او د خلکو د ستونزو تر څنګ دې د سيمې د پرمختيايي کارونو په اړه هم خبرونه او ګزارشونه خپاره کړي.
په کندهار کې د کاناډا هېواد ځانګړي استازي بن روزوېل وويل چې د کندهار پريس کلب پرانيسته نه يوازې د ژورناليستانو لپاره، بلکې د دې ولايت د خلکو لپاره هم يو ارزښتمن اقدام دى.
هغه له خپل لورې څخه د کندهار پريس کلب او ژورناليستانو سره د همکارۍ ډاډ ورکړ او ويې ويل چې کندهار مېشتي ژورناليستان هره ورځ ګڼ خطرونه په ځان مني، خو د خلکو غږ او ستونزې تر نړۍ پورې رسوي.
په کندهار کې د بېلا بېلو رسنيو خبريالان هم د پريس کلب جوړېدل د خپلو کارونو د لا ښه پرمختګ لپاره يو اهم ګام بولي او وايي چې په دې سيمه کې مېشت خبريالان د امنيت تر څنګ د ګڼو نورو ستونزو سره لاس اوګرېوان دي.
په کندهار کې د ازادۍ راډيو خبريال مينه پال پژواک اژانس ته وويل چې د پريس کلب په جوړېدو سره به له يوې خوا د خبريالانو ګڼې ستونزې هوارې شي او تر څنګ به يې خلکو، خدماتي شرکتونو، صنفي اتحاديو او نورو ته دا زمينه برابره شي چې خپلې ستونزې له خبريالانو سره شريکې او هغوى يې د خپلو رسنيو له لارې خپرې کړي.
دا چې کندهار يو تر ټولو ناارمه ولايت دى او دلته مېشت خبريالان له ګڼو ستونزو سره مخ دي، په همدې اساس په دې ولايت کې مېشتو خبريالانو وپتېله تر څو داسې يو مرکز جوړ کړي چې د هغوى حقوقو، مسلکي روزنې او ستونزو ته پام وکړي.
په پايله کې د خبريالانو او فرهنګيانو يو غوڅ اکثريت په دې توانېد چې د روان کال په جنوري کې د کندهار پريس کلب بنسټ کېږدي، د ازادو ټاکنو لپاره مديره پلاوى وټاکي او د سيمه ييزو رسنيو استازي به د مشورتي جرګه ګۍ په توګه له هغوى سره ګډ کار کوي.
د کندهار پريس کلب مسوولين وايي، داسې يو چاپېريال به رامنځته کوي چې خبريالان او د اړوندو ساحو کارکوونکي خپلې تجربې سره شريکې کړي، خپلې کاري وړتياوې لوړې کړي او د ژورناليستيکي اصولو په چوکاټ کې خپل افکار او احساست له ناقانونه تعقيب او ويرې پرته له يو بل سره شريک کړي.
کندهار پريس کلب د خبري غونډو، علمي کنفرانسونو، او خبريالانو د غونډو او ناستې ولاړې ځاى دى چې د هر ډول تبعيض پرته به يې دروازه د ټولو خبريالانو پر مخ خلاصه وي.