کور / تازه خبرونه / طالبان : په مارجه کی مو ۸ وسایط وچاودول

طالبان : په مارجه کی مو ۸ وسایط وچاودول

طالبانو خبر ورکړ چی د هلمند په مارجه کی یې د بیلا بیلو حملو په ترڅ کی د داخلی او خارجی پوځیانو اته موټرونه او زرهپوشونه د هغوی د سپرلیو په شمول له منځه وړي دي . شپږ عرادې یې د هغه اوږد قطار له منځه تخریب کړل چی د لښکرګاه څخه مارجې ته روان وو چی د راکټونو د حملې ښکار سول . وروسته دوه نور را روان زرهپوشونه هم په ماینونو والوزول سول او شپږ بهرني پوځیان پکښی مړه سول .
طالبان د زابل ولایت د شهر صفا په ولسوالۍ کی هم د دوو سرف موټرو د چاودولو او نهو داخلی پوځیانو د وژلو او په چوپان ولسوالي کی د مخامخ جګړې له درکه د دوو امریکایی پوځیانو د وژلو خبر ورکوی .