کور / تازه خبرونه / ۹۴٪ کندهاریان د طالبانو سره جنګ نه بلکي خبري اتري غواړي

۹۴٪ کندهاریان د طالبانو سره جنګ نه بلکي خبري اتري غواړي

امریکایی خبری شبکې ( آی . پي . ایس ) په خپل تازه راپور کي د هغه سروې په حواله چي د يوې خصوصي امريکايي مؤسسې لخوا سوې ، ليکي چي په کندهار کي ۹۴٪ خلک د طالبانو سره جنګ نه بلکي خبري اتري غواړي او ۸۵٪ خلکو ورته ويلي چي طالبان « زموږ افغاني وروڼه » دي . دا ټولپوښتني په ښار ، د ښار په اطرافو ، ژړۍ ، ارغنداب او پنجوايي ولسواليو کي سوي دي . ۹۱٪ خلکو لويه جرګه وغوښتله .

دا سروې په داسي حال کي خپريږي چي جنرال مک کريسټل غواړي په جون کي دلته پراخ پوځي عمليات پېل کړي . کله چي په ژړۍ ولسوالي کي د يو ۱۷ کلن هلک څخه د جنګ د ختمولو په هکله وپوښتل سوه ، نو هغه ورته وويل چي دا جنګ به هله ختم سي چي « تاسي ووزﺉ ، هر څه به پخپله سم سي . مشران به د طالبانو سره خبري اتري وکړي او هغوی به هم وسلې کښېږدي . »

راپور وايي چي د کندهار خلک د امريکايي پوځ پر خلاف د طالبانو سره جنګ نه بلکي مذاکرات غواړي .
په ښار کي ۶۵٪ ځواب ويونکو ورته وويل چي د خلکو لپاره تر ټولو ستر تهديد او خطر هماغه د افغان پوځ او پوليسو پوستې دي چي پر سړکونو اچول سوي دي حال دا چي صرف ۴۴٪ ورته وويل چي ماينونه غټ ترين خطر دئ . ۸۴٪ ورته وويل چي اصلي علت فساد او رشوت دئ چي پر کندهار تسلط لري .

سياسي شنونکي وايي چي دغه ټولپوښتنه د جنرال مک کريسټل د آينده پوځي عملياتو پر ضد د يو غشي معنا لري ، ځکه کريسټل د خلکو د عامه ذهنيت پر خلاف غواړي يوه مياشت وروسته دلته لوي پوځي عملیات پېل کړي .