د غزني امنيه قومندان په دغه ولايت کي د ١٣ طالبانو د وژلو خبر ورکړ.
امنيه قومندا خيال باز شيرزوى وايي دغه کسان نن سهار د غزني په قره باغ ولسوالي کي د افغان امنيتي ځواکونو سره په جنګ وژل سوي دي.
د شيرزوى په وينا په وژل سويو کسانو کي د ملاکريم، ملا نصرت، ملا عبدالرحمان او ملا احسان په نامه د طالبانو څلور ګروپي قومندانان هم شامل دي او همدا راز اته طالبان سخت ټپيان سوي دي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد د غزني د پيښو په اړه لراوبر ته پخپلي لېږل سوي خبرپاڼه کښي وايي چي دوی نن سهار د قره باغ دجانمراد په سیمه کي د بهرنيو قوواوو سره درې ساعته مخامخ جګړه کړې چې په پایله کې یې د مقابل طرف لس تنه بهرني عسکر وژل شوي اوڅلورنو رټپيان شوي دي او دغه راز د دوی دیوه تن سرګروپ مولوي سعید په شمول ددوی درو تنو ملګرو ته هم مرګژوبله اووښتې ده او زياتوي چي په دې جګړه کې د بهرنيو قوواو په ډزو یوتن ملکي کس هم وژل سوئ اودرې نور زخمیان شویدي .
په دې سربیره، طالب وياندپه غزني کې د ننيو دوو نورو پیښو په اړه پخپله خبرپاڼه کښي وايي چي دوی دګیلان ولسوالۍ دچیرلي په سیمه په اکمالاتي کاروان برید ترسره کړئ وو چي یوسرف موټر يې له څلورو عسکروسره له منځه وړئ او دغه راز ادعا کوي چي له غزني څخه پکتیکا ته په لاره داورزو په کلي کي ددوی له خوا په اکمالاتي کتار باندي په ترسره سوي بریدکي څلورسرف موټر ان له منځي وړل شوي چي دده په وينا دولس تنه عسکر پکښي وژل سوي دي .