د ملي امنيت رياست په کابل کي د نهوو تنو بريدکوونکو د نيولو خبر ورکړ.
د افغانستان د ملي امنيت رياست وياند سعيدانصاري د دوشنبې په ورځ په کابل کي وويل په نيول سويو نهو وسله والو کي درې تنه ځانمرګي کوونکي دي، چي په وينا يې په دې کار سره په کابل کي د يوې خونړۍ حملې مخنيوى وسو.
د نوموړي په وينا د دې کسانو پنځه نور ملګري يې تېره اونۍ په کابل کي د يوې ديني مدرسې څخه نيولي وو.
د سعيد انصاري په وينا په نيول سويو کسانو کي د دلاور په نوم يو لس کلن هلک او د سعدالله په نوم ١٦ کلن پاکستانى هم شامل دي.