کور / تازه خبرونه / کابل : د ۱۱۱ فرقې په قومنداني کي چاودنه وسوه

کابل : د ۱۱۱ فرقې په قومنداني کي چاودنه وسوه

د افغانستان د ملي دفاع وزارت په کابل کي د ١١١ فرقې په قومنداني کي د يوې چاودني له امله د يوه افغان پوځي د مړيني او درو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړ.

د دفاع وزارت څخه خپره سوې اعلاميه وايي چاودنه نن د دوشنبې په ورځ سهار يوولس بجې د ملي پوځ په يوه مرکز کي هغه مهال سوې چي پوځيان په ورځني تمرين بوخت وو.

د دفاع وزارت دا نه دي ويلي چي چاودنه کوم ښخ سوى ماين وو، که د پوځيانو څخه په خطا کي رامنځته سوې ده، خو وايي د پيښي د علت په خاطر تحقيقات پيل سوي دي.

بلي خوا ته طالب وياند ذبيح الله مجاهد لراوبر ته پخپله خبرپاڼه کي د پيښي په اړه وايي چي حمله د ۱۱۱ فرقي پر قومندانۍ باندي د دوی يوه ملګري عبدالقهار دکندز دقلعه زال اوسیدونکي ترسره کړې ده.
د ده په وينا ترلسو ډېر خارجي اوداخلي پوځي اواستخباراتي کسان پکښي ووژل .