په بلجيم کي د افغان کلتوري بهير د غمشريکۍ پيغام ،
په بلجيم کي د افغان کلتوري بهير مشرتابه جرګه او اړوندان يي د ګران او لايق ورور صالح محمد صالح په ورپيښ غم کي ځان ، شريک ګڼي ٠
د لوی پروردګار څخه اقبال ته د فردوس جنت غوښتنه کوو او خپل درانه ورور صالح او د هغوۍ ټولي کورنۍ ته د زړه صبر غواړو ٠
په بلجيم کي د افغان کلتوري بهير
د مشرتابه جرګې په استازيتوب
حاجي امين باوري
بروکسل
د تسليت پيغام
ګران صالح محمد صالح ته دهغه دعمه دزوي دشهدات له امله دخواخوږۍ اوتسليت مراتب څرگندوم !
په ډېره خواشنيۍ سره مې خبر ترلاسه کړ چې ستاسو دکورنې نږدې غړی اقبال جان په ظالمانه توگه دنامعلومو کسانو لخوا په شهادت رسېدلی . انالله وانا اليه راجعون
زه پداسي حال کې چې شهيد اقبال جان ته دلوي څښتن له دربارنه د فردوس جنت غوښتنه كوم ،ګران دوست صالح صاحب ،دمرحوم كورنۍ ټولو غړو اودوستانو ته دلوي څښتن له دربارنه د صبر غوښتونه کوم .
روح دې ښاداوجنتونه دې په نصيب شی .
دروزگان ملي مهالنۍ خپروني مسول
حبيب الله غمخور
د ګران ليكوال صالح محمد صالح سره د سيستان جرېدي د چلوونكي غمشريكي !
ډېر خواشيني سولو چي د محترم او ګران ليكوال او ژورناليسټ صالح محمد صالح د عمه زوئ اقبال د نامعلومو زسلوالو كسانو لخوا په ډېره بې رحمۍ سره په شهادت رسدلى دى او له مرحوم څخه واړه ماشومان پاتي سول .
انا لله وانا اليه راجعون
موږ د خداى (ج) حضور ته لاسونه لپه كوو او شهيد ته د جنتونو غوښته كوو او د صالح صاحب په ګډون يې ټولو دوستانو ته د جميل صبر غوښتونكي يو .
په درنښت
د سيستان جريدې چلوونكي
________________________________________________________________________
د ګران دوست صالح محمد صالح سره د عبدالودود هجران د خواخوږۍ مراتب!
په ډېره خواشنيۍ سره مي د ګران ورور صالح صاحب د عمه د زوئ اقبال د شهادت خبر تر لاسه كړچي په ناځوانمردانه توګه د وسلوالو غلو لخوا شهيد سوى دى . قاتلينو ته دي يې څښتن تعالى سزا وركړي .
انالله وانا اليه راجعون
زه شهيد ته د الله (ج) له دربآر څخه د فردوس جنت غوښتنه كوم ، ګران ورور صالح ټولي كورنۍ او ټولو خواخوږو ته يې د جميل صبر غوښتونكى يم
په ډېر احترام
عبدالودود (هجران)
________________________________________________________________________
د صالح محمد صالح سره د بست فرهنګي ټولني غمشريكي !
د بست فرهنګي ټولني ټول غړي د پياوړي ليكوال اوژورناليسټ صالح محمد صالح د عمه د زوئ ګران اقبال د شهادت د خبر په تر لاسه كولو سره د لايتناهي خواشني څرګندونه كوي .
انا لله وانا اليه راجعون
د كورنۍ او ټولو دوستانو سره يې په غم كي ځان شريك بولي او شهيد ته د خداى پاك (ج) څخه د جنتونو غوښتنه كوي او ټولو دوستانو ته يې د جملي صبر غوښتونكي دي .
په درناوى
بست فرهنګي ټولنه
________________________________________________________________________
د صالح محمد صالح سره د عزيز احمد شفيع د خواخوږۍ مراتب !
په ډېره خواشينۍ سره مي نا ببره د ګران دوست صالح د عمه د زوئ اقبال د شهادت خبر تر لاسه كړ .
انا لله وانا اليه راجعون
زه د شهيد اقبال د ټولو دوستانو سره د مرحوم په غم كي ځان شريك بولم او قاتلينو ته يې خداى (ج) له دربار څخه د سزا غوښتونكى يم او ده ته جنتونه غواړم او د صالح په ګډون يې ټولو دوستانو ته د جميل صبر غوښتونكى يم
په درناوى
عزيز احمد شفيع د بې بې سي د ټلوېزيون خبريال
هلمند
د لراوبر ويبباڼي د همکارانو له خوا :
موږ د خپل ملګری ، همکار او دافغانستان او افغان ولس يو له پياوړي ليکوال ، ژورناليست او ژباړن ښاغلي صالح محمد صالح او ددوی له کورنۍ سره دده د عمه د زوی په غم کي ځانونه شريک ګڼو . او له خدايه پاکه د ارواښاد اقبال لپاره د مغفرت دعا کوو .
موږ دعا کوو چي خدای دي ټولو هغو خدای ناترسو انسانانو ته د حقي لاري لارښوونه او هدايت وکړي څوک چي د څو پيسو لپاره د يو چا ځواني بربادوي ، ماشومان يې يتيمان کوي ، ميرمن يې کونډه کوي او مور يې بوره کوي .
په درناوي
د لراوبر ويبپاڼي د کارکوونکو له خوا