په پکتيا ولايت کې د خوځښت مجلي او له سوداګري تر سرداري د تاريخي ناول د مخکتنې و شوه .
په دي اړه په جوړه شوي غونډه کې د ځاي چارواکو سربيره د سيمي ګڼ شمير کلتور پالو هم پرخه اخيستې وه په غونډه کې ډاکټر عبدالهادي حماس ،خيال محمد احمدزي ،احسان مهجوز، د الياس وحدت راليږل شوي ليکنه او يو شمير نورو ليکوالو خپلي ليکنې واورلي .
وروسته له دي د پکتيآ د اطلاعاتو او کلتور ريس محمد شفا مشفق د غونډي ارزونه وکړه او د مخکتنو د غونډو جوړيدل يې يو نيک او په دي ولايت کې يو نوي کار وباله .
د پام وړ ده چې دا لومړي ځل ده چې په پکتيا کې په کتاب او مجله باندې د مخکتنې غونډه جوړيږي .