د پکتیکا ولایت دمرکز ښرني ته په پنځه کیلو متري کي دښرني او ګردېز په لویه لاره د سرې کلا او اعطا ګل کلا ترمنځ سها ر په ۹بجې دسرک جوړوني د شرکت دامنیتي ساتونکو او وسلوالو طالبانو تر منځ وسلواله نښته شوي .
چې په ترڅ کي یې یوتن دسرک ساتونکي وژل شوي یو بل تن ټپي شوي او دوه تنه طالبانو ژوندي له ځان سره وړي دي .
دپکتیکا ولایت دامنیت امر عبدالله شاه ظریفي شمشاد ته وویل : چي برید سهار په ۹ بجې دمرکز ښرني دسرې کلا په سسیمه کي دسکوټ یا سرک جوړوني په امنیتي ساتونکو شوي ده .
دنوموړي په خبره چي په برید کي یو دسرک جوړوني یوتن ساتونکي وژل شوي یو بل تن ټپي شوي .
ظریفي زیاته کړه چې پولیس دپېښي ځاي ته په خپل وخت رسید لي طالبان یې په شا تمبولي او یو تن یې نیولي ده .
دامنیت امر وایې چې طالبانو دنیول شوي ملګري دخوشي کېدو غوښتنه کړي خو دوي ورته ددوو تنو نیول شویو کسانو دتبادله کېدو ویلي دي .
بلخوا دوسلوالو طالبانو ویاند زبیح الله مجاهد وایې چې په دغه برید کي یې دسرک جوړوني اوه تنه وژلي اته تنه یې ټپیان کړي او دري تنه یې له ځان سره ژوندي وړي دي .
دیادولو وړدي چې دښرني ګردېز ددغي لویې لار يدپخیدو چاري له یوي میاشتي را په دیخوا رواني دي خو ددغو چارو دپیل کیدو سره سم په دغه لویه لاره دچاودنو،بریدونوپیښي زیاتي شوي دي .