کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

باختر:
دې نا دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرليك د سولې خبرو ته د ملا عمر چمتوالي ته ځانګړې كړې او ليكلي، چې د كويټې د شورا دوو جګپوړو چارو سنډې ټايمز ورځپاڼې ته په مركه كې ويلي ددوى مشرنور په افغانستان كې د واكمنۍ مقصد نلري او غواړې په صادقانه خبرو كې برخه اخلي.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې هم د طالبانو د مشر لخوا دغه چمتوالي ته په اشارې ليكلي، چې ايا د سولې هيله حقيقت ته نږدې كيږي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې ايران پدې تورن كړې، چې پخپل سخت دريځه سياست سره يى سيمه بې ثباته كړې.
ورځپاڼې ليكلي، كه چيرې د ايران حكومت د سيمې لپاره ښه نيت لري نو د افغانانو د اعدام نه دې لاس په سر شي او د هيواد په لويديځ كې دې د بيارغونې د پروژو په وړاندې خنډونه نه جوړوي.

هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې بيا هم د مارجې خلكو ته په ورپيښو ستونزو ژړلي او ليكلي، چې دوى امنيت، ښه حكومتداري او پراخه بيارغونه غواړي.
ورځپاڼې په دوام كې له پيښو سره د مبارزې د ادارې په هغې غونډې هم بحث كړې، چې پكې په مارجه كې د دولت لخوا د شويو اقداماتو د ارزونې په هدف جوړه شوې وه.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې په افغانستان كې د شخصي امنيتي كمپنيو په فعاليت بحث كړې او ليكلي، چې ددې كمپنيو ځاى بايد كورنيو ځواكونو ته وركړاى شي.

ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې هم پخپل لومړي مخ كې د سولې خبرو ته د ملا عمر په تياري بحث كړې او د امريكا د پوځ د يو جګپوړي چارواكي په حواله يى ليكلي، چې له دوى سره داسې زيات شواهد موجود دي، چې ښۍ طالبان په يو ډول د سولې د بهير منلو ته تيار دي.
ورځپاڼې د همدې مخ په يو جلا مطلب كې په كابل كې د سولې د ملي مشورتي جرګې په جوړيدو بحث كړې او دې جرګې ته د مشرانو او مخورو د وربللو په بهيركيدونكو اعتراضونو ته په اشارې پوښتلي، چې دې جرګې ته كوم كسان رابلل شوي.
ورځپاڼې پخپل يو مطلب كې دا خبر وركړې، چې نن په كابل كې اداري فساد پرضد د مبارزې غونډه جوړيږي، چې پكې ددې پديدې په وړاندې د مبارزې په بيلابيلو لارو چارو غور وشي.

ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې بيا پخپل لومړي مخ كې د انتخاباتو د خپلواك كمسيون د نوي مشر څرګندونې راخستي او د هغه په حواله يى ليكلي، چې د انتخاباتو په وړاندې مالي او امنيتي ستونزې تر ټولو جدي دي.
ورځپاڼې په دوام كې د ښاغلي معنوي په حواله دا هم ليكلي، چې انتخابات به د هغه قانون له مخې كيږي، چې د عدليى وزارت له لورې معرفي شوې او په رسمي جريده كې خپور شوې.
ورځپاڼې د همدې مخ غټ سرليك د سيمه ايزو مطالعاتو د مركز هغه بحث ته ځانګړې كړې، چې پرون د لوديديځ د ځينو هيوادونو په اړه د ولسمشر كرزي د وروستيو څرګندونو د څيړلو په هدف جوړ شوې وو.
ورځپاڼې ليكلي، چې ګډونوالو د ولسمشر كرزي څرګندونې د ملي دريځ په توګه وپيژندلې او له ټولو اړخونو وغوښتل شول، چې د هغه ملاتړ وكړي.

اصلاح او انيس:
دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې په روانو حالاتو خبرونه او تبصرې خپاره كړي دي.
انيس پخپله سرمقاله كې په ايران كې د افغانانو د اعدام په پايلو بحث كړې، چې د ورځپاڼې په وينا خورا منفي به وي.
خو اصلاح بيا د سولې ملي مشورتي جرګې ته د كسانو د وربللو په بهير بحث كړې او ليكلي، چې دې جرګې ته بايد سم او كارپوه كسان وروبلل شي.

افغانستان:
دې نا دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په هيواد كې د راروانو انتخاباتو او د هغو په وړاندې په پرتو خنډونو بحث كړې.
ورځپاڼې په دوام كې نا امنيو ته په اشارې ليكلي، چې دا يوه اساسي ستونزوه ده او د ولسي جرګې د انتخاباتو د ترسره كولو لپاره بايد دا ټولې ستونزې په جدي توګه وڅيړلې شي.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې د انتخاباتو په قانون بحث كړې او ليكلي، چې د ولسي جرګې د انتخاباتو په وړاندې يو بل اساسي خنډ د انتخاباتو د قانون په سر روانه لانجه ده.
د اداري فساد په وړاندې مبارزه او پدې برخه كې شته ستونزې د ورځپاڼې بل مهم مطلب جوړوي.