دچاستـــــرګې مي په زړه کي لاره ګوري
سندريزې چينې غــــــــــره کي لاره ګوري
ستاښـــائيست مي له وجودنه بهرنه ځي
داکه مـــــوج دى ،په راده کي لاره ګوري
ټيټې ستــــــــــــــــرګې په رو،روقدم اخلي
لکه نـــــــــــــاوې چي واده کي لاره ګوري
کله کله لاندي تــــــــــــــــــــــلوته لاره نه وي
هوښياران به په خاتــــــــه کي لاره ګوري
ستاپرذهن خــــــــــــــــپرېدوته مي پرستې
تخيل مي په وېښتـــــــــــه کي لاره ګوري
ترشنوونولاندې،شنـــه چينــه کي لامبي
ګوره وړانګوته ځنګـــــله کي لاره ګوري
لاروي دلويــــــــې لاري ورتـــــه تـــــــــــم شو
توري سترګې ئې په وره کي لاره ګــوري
لېږونکئ :
رفيع الله مندوخېل ، ږوب سوهېلي پښتونخوا
Cell # 0092-300-3937628
rafiullah.mandokhail@gmail.com
ډیر ښکلی شعر ده دلراوبر له ښایسته ویپاڼې نه تل دهمداسې معیاري او خیال پارونکو شعرونو دنشر غوښتنه کوو.
مصطفی سالک هغه مهال چې دطاوس بڼکه یې ولیکله دپښتو ژبې دادب معراج ته نږدې ختلی وه مګر نه پوهیږو ولې یې بیرته دشعر وزن په تدریج سره کم شوزمونږ ترې هیله ده چې دشعر لیکلوته دپخواغوندې کارووایي دبي بي سي له مصروفي ورځې نه لږ ځان ورته وزګارکړی .
ښاغلي مصطفعي سالک الله د په خپل فن کي نور هم کاميابه لره زمونژ د پښتنو وياړ يي. ستا دکاميابي په هيله