د افغانستان د جمهوري رياست څخه خپاره سوي خبرونه وايي چي ولسمشر کرزي پولنډ هيواد ته د هوا د خرابوالي په سبب خپل سفر لغوه کړ.
د ولسمشر کرزي يوه وياند سيامک هروي د آزادۍ راډيو ته وويل چي ولسمشر کرزي د پولنډ د ولسمشر په جنازه کي د ګډون په خاطر دې هيواد ته روان وو، خو په اروپا کي د آيسلنډ هيواد اور غورځوونکو غرونو د لوګيو له امله چي د ټولي اروپا هوا يې خرابه کړې پاته سو.