د پاکستان د پيپلز حاکم ګوند چي ولسمشر او لومړى وزير دواړه د دې ډلي غړي دي، پرېکړه وکړه چي د پخواني ولسمشر پروېز مشرف خلاف ګامونه پورته کړي.
د پيپلز ګوند پرون وروسته له هغه په يوه خپل منځي غونډه کي دغه پرېکړه وکړه، چي د ملګرو ملتونو خپاره سوي راپور د جنرال مشرف حکومت د دې ګوند د مشري بېنظيربوټو په وژلو کي پړ وباله.
پيپلز ګوند پرېکړه کړې چي د بېنظير بوټو په قتل کي د مشرف او د هغه د لوړ پوړيو مامورينو د لاس لرلو په خاطر محکمې ته عارض سي.