د چين په چنګهاى ايالت کي د تيري اونۍ د زلزلې مړي ١٤٨٤ تنو سول په داسي حال کي چي ١٢٠٠٠ کسان زخميان او ٣٠٠ تنه لا اوس هم ورک دي.
د چين مطبوعات وايي ١٣٠٠٠ ژغورونکي کسان اوس هم د زلزلې په سيمه کي د خلګو په لټون او زيانمنو خلګو ته د مرستي په رسولو بوخت دي. خو دا چي ډېر خلګ اوس هم تر خاورو لاندي دي نو ګړى په ګړى د هغوى د ژوندي راکښلو اميدونه له منځه ځي.
د راپورونو له مخي د چين ولسمشر هوجنتاو وينزويلا او چيلي ته خپل سفر ځنډولى او همدا راز د تبتيانو جلا وطنه او د بودايانو روحاني مشر دالاى لامه د چين حکومت ته وړانديز کړى چي له ځپل سوي سيمي څخه د ليدلو اجازه ورکړي.