د لومړي ځل لپاره په کابل ښار کې ويدا ښوونځى او وړکتون ستاسو بچيانو ته د ښې روزنې او پالنې لپار کار پيل کړ.
ويدا ښوونځى او وړکتون د افغانستان د اسلامي جمهوريت څخه د رسمي جواز په درلودلو سره په مورنۍ ژبه د خپلو ګرانو هېوادوالو په چوپړ کې دى. په نوموړي ښوونځي کې مورنۍ ژبه د لومړنۍ ژبې په توګه او انګريزي ژبه د دويمې ژبې په توګه تدريس کېږي.
ښوونځى د مجهز ترانسپورټ، تکړه ښوونکو او د ملي او نړيوال نصاب د ګډ غوڼچان په درلودلو سره ستاسو بچيانو ته په لوړ کيفيت لوست ورکوي. ستاسې ماشومان به د ښوونځي شپږم ټولګي ته په رسيدو سره د هېواد په دواړو رسمي ژبو او د هغې ترڅنګ به په انګريزي د هغوى تر علمي کچې پورې برلاسى ورلري.
نوموړى ښوونځى تاسې ته لاندې ځانګړي خدمتونه وړاندې کوي:
· په نوم ليکنه کې پنځوس په سلو کې تخفيف،
· د روغتيايي کلينيک درلود، وړيا درملنه،
· د يوه غوره تعليمي نصاب درلودل،
· ټرانسپوټ ،
· زده کوونکو ته تفريحي او ښوونيز سفرونه،
نوموړي ښوونځي او وړکتون ته نوم ليکنه د روان کال د سلواغې په ٢٠ مه نېټه پيل کېږي. په کابل کې د ټولې درنې کورنۍ خبر وي.
پته: خوشال خان مېنه، د کويټي جومات شاته، ويدا ښوونځى
برېښناليك
د ټيلفون شمېرې: 0700221340 / 0700228393/ 0777211006