کور / راپور / پېښور: پسرلنۍ مشاعره او د مهترلام بابا ټولنه جوړه سوه

پېښور: پسرلنۍ مشاعره او د مهترلام بابا ټولنه جوړه سوه


خيبرپښتونخوا ( پېښور ) : د افغانستان ادبي انجمن د افغانستان اسلامي فرهنگي مرکز په انگړ کې پسرلنۍ مشاعره د هېواد نامتو شاعر، ليکوال او کالم ليکوونکي قتيل خوږياڼي په صدارت کې وکړه. د غونډې مشران ميلمانه هر يو په پېښور کې د افغانستان د عالي لېسو د مديرانو د شورا رييس زبېر سيار، د مولانا جامي عالي ليسې مدير ډيپلوم انجنير رحمت الله بارکزى، پوهنمل زاهدي احمدزى، الحاج احمد شاه پوپلزى او حاجي فريد ټاکل شوي ول. د ميلمنو سره د کوربه په حيث د افغانستان اسلامي فرهنگي مرکز مشر قاضي صاحب محمد حسن اسلامي ناست و. غونډه قاري صاحب قدرت الله د قرآن کريم د څو مبارکو آيتونو په تلاوت سره پېل کړه. د غونډې د ويندويۍ چارې د خاطرې مجلې مرستيال روئيد همت ترسره کولې. قاضي صاحب محمد حسن اسلامي خپله پرانسته وينا د غونډې گډونوالو ته واوروله. غونډې ته د اى وي ټي خېبر چينل د خبرونو د څانگې استازى او د ورځپاڼې خبرونه مرستيال سراج عارف صاحب او د هغه همکار کېمره لگولې وه. د ډيوه راډيو استازى محمد داؤد جبارخېل هم د پروگرام خبر ډيوه راډيو ته برابر کړ.



غونډه کې د گډونوالو شمېره لسگونو تنو ته رسېده چې په کې دغو ښاغليو شاعرانو خپل خپل شعرونه واورول. نظير الحق قريشي، صفي الله سنگين، محمد اياز جانباز، روئيد همت، فضل مولا توره کى، حاجي احمد شاه وردگ، عبدالظاهر اميري، ډاکټر عطاء الرحمن فطرت، عبدالوهاب څاروان، تحسين الله تحسين، صفي الله ثمر، ډاکټر اسماعيل نيازى، پرواز شينوارى، حاجي گل آغا شهباز، ملنگ غر، الفت سيال، نصرت الله دوديال، ډاکټر رحمت الله سمسور، ساده صادق، شجاع ځاځى، همت الله بارکزى، محمد هاشم يوسفى. د غونډې په هکله د غونډې رييس او مشرانو ميلمنو خپل نظرونه څرگند کړل او ځوانانو ته يې شعري لارښوونې وکړې او د غونډې گډونوالو ته يې شعرونه واورول. غونډه ماسختن ٩ بجې د حاجي فريد په دعايه پايې ته ورسيده.



 



 


 


 


 


 


په پېښور کې دمهترام لام بابا ادبى ټولنه پرانيستل شوه


 


پېښور :  په پېښور کې د افغانانو ځانگړې فرهنگي ټولنه (مهترلام ادبي ټولنه) پرانيستل شوه. له ډېره وخته په پېښور کې د افغانانو د ادبي ټولنې تشه راڅرگنده شوه، چې له مخې يې يو شمېر تاندو ځوانانو له خوا د ١٣٨٩ هـ . ش د وري د مياشتې ٢٧ مه چې د ٢٠١٠ ميلادي کال د اپريل له ١٦ مې سره برابره وه په پېښور کې د مهترلام بابا ادبي ټولنې په نوم يوه ځانگړې فرهنگي ټولنه پرانيستل شوه. په دې اړه د پېښور د بورډ د زيارت تمځي ته څېرمه د پي سي ايس په کالج کې د لرې او برې پښتونخوا د نامتو ليکوالو لخوا غونډه وشوه، چې مشري يې د افغانستان نامتو ليکوال، شاعر، ژورنالست او د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مرکز مشر کتونکي عبدالرؤف قتيل خوږياڼي کوله. په دې مهال د کوزې پښتونخوا بل نامتو ليکوال سيد صابر شاه صابر د مشر ميلمه په توگه په ستيج ناست و، چې ورسره په څنگ کې د آزاد پښتو ادبي تحريک مشر رامداد رهبر او د نوموړي تحريک جنرل سيکرټري سکندر شاه اپريدى هم د ميلمنو په کتار کې ناست وو. د غونډې تلاوت لپاره محمد نور اپريدى راوغوښتل شو. له تلاوت څخه وروسته د کوزې پښتونخوا شاعر، ليکوال او د بې شمېره ايوارډونو ترلاسه کوونکى سيدصابر شاه صابر، سکندر اپريدى، رامداد خان رهبر، فدا محمد اکاخېل او عبدالرؤف قتيل خوږياڼي خبرې وکړې او د مهترلام بابا ادبي ټولنې جوړښت يې د پښتو ادب د ودې او پرمختگ په لاره کې ستر گام وگاڼه او زياته يې کړه، چې دغه تاند ځوانان به وکولاى شي، چې د دغې ټولنې له لارې د پښتو ادب او پرمختگ لپاره هلې ځلې وکړي. د نوموړې ټولنې د پرانيستو پټۍ د هېواد د نامتو ليکوال عبدالرؤف قتيل خوږياڼي، سيد صابر شاه صابر او سکندر اپريدي لخوا غوڅه کړې شوه. د يادونې وړ ده چې د دغې ټولنې بنسټوال او مشر نظير الحق قريشي او مرستيال يې عبدالوهاب څاروان ټاکل شوي دي. د ټولنې د ښه پرمختگ لپاره لاندې غړي هم په گوته کړې شول : ١_ د بهرنيو اړيکو مسوول خليل الله قتيل زوى ٢_ د کورنيو اړيکو مسوول حاجي گل آغا شهباز ٣_ د مالي چارو مسوول روئيد همت. ٤_ درسنيو مسوول فضل قادر انډيوال. ٥_ د وياندوۍ چارې عبدالوها څاروان. استازي : ١_ په پېښور کې : ملنگ غر، الفت سيال، نصرت الله دوديال، صفي الله سنگين. ٢_ په بلجيم کې : جلال امر خېل، فضل ربي رستم. ٣_ په جلال آباد کې : عبدالوهاب باور، عمران خان احمدزى، معلم احمد خپلوان، ٤_ په خوست کې : نقيب الله سحر، ٥_ په لغمان کې : شيرزاد ساپى، شهزاده شيرين زوى، ٦_ په زابل کې : رحمت الله سمسور. نظيرالحق قريشي څرگنده کړه، چې دغه ټولنه به په خپل روان بهير کې د کوزې او برې پښتونخوا د نامتو ليکوالو او شاعرانو د ژوند په بېلا بېلو اړخونو غونډې او سيمينارونه کوي. هغه که ژوندي دي او يا مړه شوي دي. په دې ټولنه کې به د هر ډول فکر څېښتن په آسانۍ کولى شي چې خپل نظر او اند د شعر، نثر او يا لنډې کيسې په بڼه وړاندې کړي. هيڅ ډول سياسي اړخ نه لري او نه کومه ځانگړې مالي سرچينه لري او د ټولنې د غړو پر مالي مرسته به خپل پروگرامونه پلي کوي. دغه ټولنه به د هرې جمعې په ورځ د پېښور د بورډ د زيارت په تمځي کې اوونيزه غونډه کوي او د پرېکړې له مخې به په مياشت يا دوه مياشتو کې لويې ادبي غونډې ترسره کړي. د ټولنې نورو غړو نظير الحق قريشي ته باور ورکړو، چې تا سره به په گډه کار کوي ترڅو د پښتو ادب پرمختگ وکړي.په پاى کې ازاده مشاعره وشوه او غونډه دتحسين الله تحسين له خوا په دعايه پاى ته ورسيده .