د امريکا د يوې شخصي امنيتي کمپنۍ پخوانى مشر د زهر لرونکو وسلو په کارولو او د امريکا له قانون څخه په سرغړونه تورن سو. د بلاک واټر پخوانى مشر ګيري جيکسن او د هغه د څلور نور پخواني مامورين د اساسي قانون څخه په سرغړونه تورن سوي دي.
د راپورونو له مخي دوى د حکومت سره له راجسټرولو پرته د زهرلرونکو وسلو په استعمال او په محکمه کي په دروغ ويلو هم تورن سوي دي.
د بلاک واټر د کمپنۍ دغه مشر او څلور مامورين يې په ٢٠٠٧ کال په عراق کي تر يوې چاودني وروسته د ١٧ ملکي کسان په وژلو او همدا راز په افغانستان کي په ٢٠٠٩ کال د دوو افغانانو په وژلو او يوه د زخمي کولو په تور نيول سوي دي.
بايد وويل سي چي د بلاک واټر کمپنۍ په پورتنيو جرمونو تر بدنامېدو وروسته اوس خپل نوم په زي سرويس اړولى او په افغانستان او پاکستان کي د امريکا د دفاع له وزارت سره د يوه قرارداد پر اساس د طالبانو او القاعدې پر ضد عمليات کوي.