د افغانستان ولسمشر کرزي د انتخاباتو د خپلواک کمېسون رياست ته فضل احمد معنوي د مشر په توګه اعلان کړ.
د جمهوري رياست وياند وحيدعمر نن د نوموړي د مشرۍ خبر رسنيو ته ورکړ.
فضل احمد معنوي د تېر کال په جمهوري رياست انتخاباتو کي د ستري محکمې څخه د دې کمېسون د غړي په توګه کار کاوه، چي پر هغو انتخاباتو د درغليو ډېر تورونه ولګېدل او مشر يې عزيزالله لودين د دارالانشاء د رئيس داودعلي نجفي سره دوې اونۍ استعفاء ته اړل سو.
ټاکل سوې ده چي د افغانستان دولسي جرګې انتخابات د روان کال د سپټمبر په مياشت کي تر سره سي.