کور / تازه خبرونه / هندوستان: د ممبى بريدکوونکي په افغانستان کي روزل سوي وو

هندوستان: د ممبى بريدکوونکي په افغانستان کي روزل سوي وو

د هندوستان حکومت په لومړي ځل د ٢٠٠٨ کال د ممبى په حملو کي د القاعدې د لاس لرلو او افغانستان کي د هغوى د روزل کېدو ادعا وکړه.
راپور وايي د ٢٠٠٨ د نومبر د ٢٦ مي بريدکوونکي چي په ممبى کي يې ١٦٦ کسان د څو بهرنيانو په ګډون ووژل، په افغانستان کي د القاعدې په کمپونو کي روزل سوي وو.
تر دې دمخه هند يوازي په دې حملو کي د پاکستان د لښکرطيبه نوم اخيستئ خو دا اول وار دئ چي د القاعدې او افغانستان نومونه هم پکښي اخلي.
راپور وايي دغه کسان د طالبانو په وخت کي په افغانستان کي روزل سوي وو، او که اوس طالبان په افغانستان کي يو ځل بيا واک ته ورسېږي د هندوستان دپاره به يې عواقب ښه نه وي.