ملګري ملتونه وايي په کابل کي د دوى پر مېلمستون د تېر کال په حمله کي د دوى يو بهرنى ساتونکى د طالبانو په ډزو کي نه بلکي د افغان پوليسو له خوا وژل سوئ وو.
ملګري ملتونه وايي هغه مهال افغان پوليسو ويلي وو چي لايس مکسويل د حمله کوونکو په ډزو وژل سوئ وو، خو د دوى تحقيقات ښيي چي لايس مکسويل غوښتل د پيښي له ځايه وتښتي خو د افغان پوليسو سره تر مخامخ کېدو وروسته وژل سوئ وو.
دغه حمله چي د ملګرو ملتونو پر مېلمستون پروسږکال ژمى ترسره سوه د ملګرو متلونو اته کارکوونکي پکښي وژل سوي وو.
ملګري ملتونه وايي دغه تحقيقات د امريکا د ايف، بي، آى او ملګرو ملتونو د تحقيقاتي ټيم له خوا په ګډه ترسره سوي دي، خو د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي د دوى څېړني رواني دي او اوس دستي د دې راپور د کره والي پخلى نسي کولاى.