کور / تازه خبرونه / خامنيي: امريکا اټومي جنايتکار هيواد دئ

خامنيي: امريکا اټومي جنايتکار هيواد دئ

د اېران روحاني مشر آيت الله خامنيي نن په تهران کي د اټومي وسلو په هکله جوړ سوي کنفرانس ته په پيغام کي وويل اسلام د اټومي وسلو استعمال منع کړئ او اېران هيواد د دې وسلو سره مخالفت کوي.
خامنيي ويلي امريکا يوازنى هيواد دئ چي د دوهم نړۍ وال جنګ پر مهال يې د جاپان پر ناګاساکي اټومي بم استعمال کړ او په دې حساب دغه هيواد يوازنى اټومي جنايتکار هيواد دئ.
د تهران په دې دوه ورځني کنفرانس کي د ١٢ هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو ګډون کړئ دئ.