د شمالي وزيرستان مرکز ميرانشاه ته نيژدې په ټول نومې سيمه کي د امريکا د بې پيلوټه الوتکو د تازه حملې له امله شپږ کسان وژل سوي دي.
راپورونه وايي حمله پر دوو هغو موټرانو باندي سوې ده چي وسله وال طالبان پکښي ناست وو او له امله يې شپږ کسان وژل سوي دي.
د پيښي په هکله نور جزيات نه دي ورکړل سوي او نه هم سيمه ايزو خلګو تر اوسه د دې پخلى کړئ چي په موټرانو کي ناست کسان رښتيا وسله وال وو که ځايي ملک خلګ.