کور / تازه خبرونه / د بېنظيربوټو د قتل راپور خپور سو

د بېنظيربوټو د قتل راپور خپور سو

ملګرو ملتونو د پاکستان د پخوانۍ صدراعظمي او د پيپلز ګوند د مشري بېنظير بوټو د قتل څېړنيز راپور خپور کړ.
په راپور کي د آغلي بوټو د مړيني مسئوليت د هغه مهال پر حکومت چي جنرال مشرف يې مشر وو، د پنجاب پر ايالتي حکومت او د پنډۍ پر پوليسو باندي اچول سوئ دئ.

راپور وايي د بېنظير بوټو د امنيت په ساتلو کي د پيپلز ګوند هم ټمبلي کړې او هغې ته لکه څنګه چي ښايېدل هغسي امنيتي ځواک نه وو برابر کړئ، خو د مشرف او پنجاب ايالتي حکومتونه يې ځکه پړه بللي دي چي د پيپلز ګوند د غوښتنو سره سره يې د آغلي بوټو ساتني ته توجه نه وه کړې.

د ملګرو ملتونو د تحقيقاتي کمېسون مشر هيرالډو مونو پرون په يوه خبري کنفرانس کي وويل د مشرف حکومت د آغلي بوټو د ساتني په خاطر مناسب اقدامات نه وو کړي، سره له دې چي حکومت په دې خبر وو چي هغې ته د بنسټپالو ډلو او بيت الله مسود له خوا د مرګ ګواښونه کېدل.

راپور وايي پر بېنظيري تر چاودني وروسته هم حکومت مناسب تحقيقات نه دي کړي، او د پيښي له ځايه څخه يې يوازي ٣٠ ټوټې بېلابېل شيان د څېړني دپاره اخيستي وړي وو او ډېر ژر يې د پيښي ځاى پاک کړ. خو راپور وايي که د هغه وخت حکومت د قتل له څېړني سره دلچسپي درلوداى په زرهاوو شيان له دې ځايه د اسنادو او شاهدۍ په توګه اخيستل کېداى سواى.

همدا راز په راپور کي راغلي چي هغه مهال د پنډۍ د پوليسو مشر سعود عزيز د بېنظير بوټو مړى عدلي طب ته د څېړنو دپاره نه وو لېږلى، چي له دې پرته د هغې د مرګ اصلي علت هم نسي په ډاګه کېداى.
راپور وايي د بېنظيري تر مرګ يوه ورځ وروسته د ٢٠٠٧ کال د ډسمبر پر ٢٨ – مه هغه مهال د کورنيو چارو وزارت وياند تورن چيمه بېله کومي دليل او څېړني د هغې د قتل مسئوليت پر بيت الله مسود باندي واچاوه، چي په دې کار سره حکومت د هغې د قتل څېړنه په يوه محدوده دايره کي راګير کړه.

د کمېسون مشر وايي پر يو چا باندي د بېنظير بوټو د قتل مسئوليت اچول زموږ کار نه وو، زموږ مسئوليت فقط د حقايقو راټولول او خلګو ته ښودل دي. په راپور کي راغلي چي د بنظيربوټو په مړېنه کي کومه غټه منظمه شبکه د پيسو او پلان په برابرولو کي لاس لري.

د کمېسون غړي وايي د پاکستان ولسمشر زرداري د دې قتل په هکله کېدونکو خبرو باندي باوري نه وو او په لومړي سر کي يې د پنځو شکمنو کسانو تر نيول کېدو وروسته د پيښي په باب تحقيقات ودرول.
راپور په پاى کي وايي موږ د مارچ پر دېرشمه خپل کار بشپړ کړ، خو دا نه ده معلومه چي حکومت ولي د دې راپور د ځنډولو غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتونو دغه راپور په نهو مياشتو کي چمتو سوئ، د ٥٢ کسانو څخه يې څېړني کړي دي او درې ځله د کمېسون غړيو پاکستان ته سفر وکړ، چي څو ځله يې د ولسمشر زرداري، لومړي وزير رضا ګيلاني او نوررو چارواکو سره ليده کاته وکړل. راپور پرون د ملګرو ملتونو د عمومي منشي بانکي مون له خوا په ملګرو ملتونو کي د پاکستان سفير حسين هارون ته وسپارل سو.

بايد وويل سي چي د پاکستان د پيپلز ګوند مشره د ٢٠٠٧ کال د ډسمبر پر ٢٧ – مه په مرموز ډول د پاکستان پلازمېني اسلام آباد ته نيژدې په پنډۍ ښار کي ترور سوه، چي د قتل تور يې پر القاعدې، د پاکستان پر پخواني ولسمشر جنرال مشرف او آن د ځينو کسانو له خوا د هغې پر مېړه آصف علي زرداري باندي لګول کېږي.