کور / تازه خبرونه / اوباما او مېرمن يې خپل کلني عايدات ولس ته په ډاګه کړل

اوباما او مېرمن يې خپل کلني عايدات ولس ته په ډاګه کړل

د امريکا ولسمشر باراک اوباما او د هغه مېرمني مېشل اوباما په ٢٠٠٩ کال کي د ترلاسه کړي عايد په هکله ولس ته معلومات ورکړل.
د راپور له مخي ولسمشر اوباما او مېرمن يې په ٢٠٠٩ کال ټولټال ٥٥٠٠٠٠٠ پنځه نيم ميليونه ډالره ترلاسه کړي وو، چي له دې جملې يې ٣٢٩٠٠٠ ډالره په خيريه چارو کي مصرف کړي او ١٦٣٣٠٣ ډالره يې حکومت ته ټکس تحويل کړئ دئ.
همدا راز ولسمشر اوباما د سولي د نوبل جايزې ١٤٠٠٠٠٠ ډالره هم خيريه ټولنو ته د بسپني په توګه ورکړيي وې چي هغه په پورتني رقم کي نه دي شامل.
راپور وايي په ٢٠٠٩ کال د ولسمشر اوباما بانکي حساب ته تر ټولو ډېره ګټه د هغه د ليکل سوي کتاب د خرڅلاو له کبله ورغلې ده.