کور / تازه خبرونه / امريکا: القاعده اوس هم پر امريکا حمله کولائ سي

امريکا: القاعده اوس هم پر امريکا حمله کولائ سي

د امريکا فدرال استخباراتو ايف، بي، آى په دغه هيواد کي د القاعدې د ممکنه حملو خبردارى ورکړ.
د ايف، بي، آى مشر رابرټ مولر وايي د القاعدې ډله اوس هم پر امريکا باندي د حملې جوګه ده، خو تر دې ډلي غير تنظيمي بريدکوونکي ډېر خطرناک دي.

د مولر په وينا دوى په کوم منظم تنظيم يا ډله پوري اړه نه لري چي د دې کسانو په هکله پوليسو ته د معلوماتو ترلاسه کول او مخنيوى ډېر مشکل کار دئ، ځکه خو دغسي کسان هر وخت امريکا ته تاوان رسولائ سي.