د بلوچستان ايالت په مرکزي ملکي روغتون (سېول هستپال) کي ځانمرګې حمله سوې چي نهه تنه يې وژلي او تر شلو ډېر يې ټپيان کړي دي.
د پاکستان د آج ټلوېزون وايي په دې چاودنه کي د دوى خبريال سهېل احمد هم ټپي سوئ دئ.
د راپورونو له مخي يوه ځانمرګي هغه مهال د سېول هسپتال مخته ځان وچاودئ چي پوليس، خبريالان او ملکي کسان د روغتون په عمومي دروازه کي راټول سوي وو.
تر دې دمخه نن سهار د کوټي پر منان چوک د بلوچستان د شعيه ګانو د مشر صاحبزاده زوى ارشد زيدي صاحبزاده د نامعلومو کسانو له خوا په يوه وسله واله حمله کي ووژل سو، چي پلويانو يې د ماتم په خاطر درې ورځي اعتصاب اعلان کړئ دئ.
د کوټي پوليس وايي د ارشد زيدي د مړي د انتقال دپاره د هغه د کورنۍ غړي او نور پلويان سېول هسپتال ته راغلي وو چي وروسته ځانمرګې حمله پسي وسوه.
د بلوچستان ايالتي حکومت وايي تر ځانمرګي حملې وروسته يې په روغتونو کي بېړنۍ حالت اعلان کړئ او د ټپيانو د ژر علاج په خاطر يې د کوټي له نورو روغتونونو څخه سېول هسپتال ته ځيني ډاکټران او نرسان راغوښتي دي.