کور / راپور / د تهران او کندهار تر ميانځ پروازونه پیل سول

د تهران او کندهار تر ميانځ پروازونه پیل سول

پرون سه شنبه د حمل پر ۲۴ مه د تهران څخه لومړۍ الوتکه وکندهارته راورسېده. دا و کندهار ته د ایران د پلازميني تهران څخه د آسمان هوايي شرکت لمړۍ مستقیم پرواز و .
تر دې وروسته به د دغو دو ښارنو تر منځ په اونۍ کي يو ځل پرواز کيږي . تر دې دمخه هم افغاني او ایراني هوايي شرکتونو د کابل او تهران تر میانځ ، په اونۍ کي لږترلږ دوه پروازه درلودل . ښايي دا لاره به دنوموړو دو هيودنو د سوداګريز اړيکو په براخه کي نوی ور پرانيزي .
کندهار د پسونو، وړیو، ورېښمو، غلودانو ، لندې او وچي ميوې او تمباکو په درلودلو ډير مهم تجارتي مرکز دئ ، چي ، که ملي سوداګر د خپلو دغو توکو د صادرولو په برخه کي یو څه ملي ګټه په پام کي ونيسي، دا ګام کېدای سي و کندهار او افغانستان ته کټور واقع سي.
په کابل کښي د ایران تجارتي اتشه ، فرهاد مجللی، ویلي چي فقط د تېر شمسي کال په لمړیو دريو ربعو کښي وافغانستان ته په ایراني صادراتو کي ۵۰ فیصده زیاتوالی راغلی دئ.
دا په داسي حال کي ده چي په ايران کي د افغاني زندانيانو د اعدامېدو پر سر د ايران په مقابل کي د افغان ولس سخت قهر راپاريدلی دی ، په دې وروستيو کي ايران پر ۳۰۰۰ افغان زندانيانو د اعدام حکم صادر کړی او تر اوسه له دې جملې څخه د ۶۵ شهيدانو جسدونه د پيسو په مقابل کي د هغوی کورنيو ته په هرات کي سپارل سوي دي .
پرون په کابل کي د ايران سفير د بهرنيو چارو وزارت ته په يوه سپارل سوي ليک کي په رسمي توګه د ۳ کسانو د اعدامېدو خبره تائيد کړې وه ،بله خوا په هرات کي تر پرون پوري د ۶۵ زنداني شهيدانو جسدونه خاوروته سپارل سوي دي .