کور / تازه خبرونه / کندهار دوهمه چاودنه وسوه

کندهار دوهمه چاودنه وسوه

د رويټرز آژانس په کندهار کي د خپل خبريال په حواله خبر ورکوي چي په دغه ښار کي تر لومړۍ چاودني درې ساعته وروسته يوه بله درنه چاودنه سوې چي د مرګ ژوبلي او دقيق ځاى په هکله يې معلومات نسته.
د رويټرز د راپور له مخي لومړۍ چاودنه د کندهار د نورجهان هوټل مخته سوې وه چي شپږ کسان يې ژوبل کړي وو.
نورجهان هوټل د کندهار ښار په زړه کي هرات دروازې ته څرمه پر غازى امان الله خان واټ موقعيت لري، چي مشتريان يې ټول خارجي خبريالان او د موسساتو بهرني کارکوونکي دي.
د کندهار د وروستيو چاودنو مسئوليت تر اوسه کومي ډلي پر غاړه نه دئ اخيستئ.