د هندوستان په بنګال، بهار او آسام او د بنګلدېش په ساحلي سيمو کي د سمندري طوفان له کبله د مړيو شمېر مخ پر ډېرېدو روان دئ.
د دواړو هيوادونو د قربانيانو شمېر تر اوسه ١١٦ تنو ته ررسېدلئ او چارواکي وايي تر ١٠٠ زيات داسي زخميان دي چي د مرګ او ژوند ترمنځ ډغري وهي.
دغه طوفان چي وړمه شپه په يادو سويو سيمو کي رامنځته سو له امله يې په زرونو کورونه ويجار سوي، د خلګو زراعتي مځکي خرابي سوي او عامه ژوند ګډوډ دئ.
په متاثره سيمو کي د برېښنا جريان او د ټليفون آسانتياوي له منځه تللي دي، خو د چارواکو په وينا د حکومت او خيريه ټولنو له خوا د مرستو لړۍ پيل سوې ده.