کور / تازه خبرونه / خيبر پښتونخوا د سنا له مجلس څخه هم پاس سو

خيبر پښتونخوا د سنا له مجلس څخه هم پاس سو

د پاکستان د سنا مجلس يا مشرانو جرګې دوه پر درې برخي سرحد ايالت ته د خيبرپښتونخوا نوم ومانه او په دې حساب د خيبر پښتونخوا نوم ټول قانوني پړاوونه بشپړ کړل.
د سنا مجلس له تصويب وروسته به دغه نوم د پاکستان ولسمشر آصف زرداري لاسليک کړي، چي تر هغه وروسته به د پاکستان په نوې نقشه، رسنيو، دفتري مکتوبونو او درسي نصاب کي د سرحد پر ځاى د خيبر پښتونخوا نوم د يوه قانوني اصل په توګه ومنل سي .
د خيبرپښتونخوا له نامه سره د هزاره ډيويژن اوسېدونکو د ځينو سياسي ګوندونو په لمسون مخالفت پيل کړ، چي د عوامي نيشنل ګوند په وينا د دوى د منطقي سياست له مخي يې دا هڅه شنډه سوه.
د راپورونو له مخي د مولانا فضل الرحمان جمعيت العلماء الاسلام، د قاضي حسين احمد جماعت اسلامي، د عمران خان تحريک انصاب او د مسلم ليګ قاف ګوند د هزاره ډيويژن اوسېدونکي راوپارول چي له دې نامه سره مخالفت وکړي، خو کله چي ولسي جرګې دا نوم ومانه اوس له خيبر پښتونخوا څخه د ځانګړي صوبې د جوړېدو غوښتنه کوي.
د عوامي نيشنل ګوند وايي د هزاره صوبې جوړېدل د هزاره ډيويژن د اوسېدونکو جمهوري حق دئ، دوى هيڅ اعتراض نه ورباندي لري، خو د پښتونخوا له نامه سره مخالفت نور قانوني مشروعيت نه لري او د هزاره صوبې د جوړېدو دپاره دغو ګوندونو ته داسي نه ستړې کېدونکې مبارزه په کار ده، لکه د پښتونخوا د نامه دپاره چي عوامي نيشنل پوره شپږ لسيزي په لاره اچولې وه.