د بوسنيا حکومت منلې چي افغانستان به خپل سرتېري ولېږي او د هيواد په شمال کي به د ډنمارکي پوځيانو سره يو ځاى د ناټو تر ماموريت لاندي يو ځاى سي.
د بوسنيا حکومت لا تر اوسه افغانستان ته د راتلونکو پوځيانو شمېر نه دئ اعلان کړئ، خو له پارلمان څخه تر منظورۍ وروسته به يې اعلان کړي.
بوسنيا پروسږکال د ناټو سازمان ته د ورګډېدو دپاره وړانديز کړئ وو چي د ناټو د غړيو له خوا رد سو، خو ښايي د پوځيانو د لېږلو په خاطر د رواني مياشتي په پاى کي د ناټو سازمان په غونډه کي چي په استونيا کي جوړېږي د دغه هيواد غړيتوب ومنل سي.