کور / تازه خبرونه / کرزى: د امريکا د هڅو ملاتړ کوم

کرزى: د امريکا د هڅو ملاتړ کوم

د فرانس پريس آژانس ولسمشر کرزي ويلي چي پر ده له انتقادونو سره سره دى په افغانستان کي د امريکا د هڅو ملاتړ کوي.
فرانس پريس آژانس دغه خبر د هغو امريکايي سناتورانو په حواله ورکوي چي په ورستيو کي افغانستان ته راغلي وو او اوس بيرته واشنګټن ته ستانه سوي دي.
راپور وايي ولسمشر کرزي سناتورانو ته ويلي چي طالبانو د ده پلار وواژه، ځکه يې هغوى نه خوښېږي.
د جمهوري غوښتونکو د ګوند يوه بل سناتور ويلي داسي کوم دليل نه ليدل کېږي چي حامد کرزى دي له امريکا څخه جلا او د طالبانو سره لاس يو کړي.
د راپور په پاى کي راغلي چي اکثره افغانان حامد کرزي ته د امريکا د ګوډاګي په سترګه ګوري، ځکه خو د همدې فشار له امله کرزى غواړي وښيي چي دى يو خپلواک ولسمشر دئ، خو تر هغه وخته چي د افغانستان د حکومتي چارواکو په ظرفيت کي لوړ والى راځي او دوى د هيواد د ادارې جوګه کېږي، بيا به ټولي چاري افغان حکومت خپله اداره کوي.