د چين په شمال لوېديځ ايالت شينګهاى کي د وړمي ورځي د زلزلې قربانيان ٥٨٩ تنو ته ورسېدل.
دغه زلزله چي د تبت په غرنيو علاقو کي سوې وه له امله يې ١٠٠٠٠ کسان ټپيان سوي هم دي او په زرهاوو کورونه يې نړولي دي.
امريکا او فرانسې د چين سره په متاثرو سيمو کي د مرستي اعلان کړئ دئ.