د رويټرز خبري آژانس وايي د چين د پوځي هوايي ځواک له مخي دريم مقام لري.
د راپور له مخي چين تر امريکا او برتانيې وروسته په نړۍ کي دريم غټ هوايي قوت دئ، چي څلور لکه هوايي پوځ او ٢٠٠٠ جنګي طيارې لري، په داسي حال کي چي د چين ګاونډى حريف ټايوان ٤٠٠ الوتکي او امريکا د نړۍ د لومړي قوت په حيث ٢٣٠٠ جنګي الوتکي لري.
راپور وايي چين د جنګي الوتکو د توليد په برخه کي هم د پام وړ مقام لري چي اېران، پاکستان، ميانمار، بنګلدېش، شمالي کوريا او زيمبابوې ته د ميليارډونو ډالرو په ازرښت جنګي الوتکي صادروي.