کور / تازه خبرونه / کابل: نهه بهرنيان د شرابو د کاروبار په تور ونيول سول

کابل: نهه بهرنيان د شرابو د کاروبار په تور ونيول سول

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي په کابل کي يې د څلورو بهرنيو مېلمستونونو څخه د تلاښۍ پر مهال ٦٣١٢ بوتله شراب او د دې کاروبار په تور يې نهه تنه بهرنيان نيولي چي اووه تنې يې ښځي دي.
د کابل د امنيه قومندانۍ د جرمونو سره د مبارزې رئيس عبدالغفار سيدزاده خبريالانو ته وويل نيول سوي ښځي د تاجکستان، قزاقستان، بوسنيا او ليبيا په هيوادونو پوري اړه لري او له نارينه وو څخه يو افغان او بل د ازبکستان دئ.
د نوموړي په وينا له دوى څخه ٦٣١٢ بوتله شراب نيول سوي چي ٥١٩٨ يې بير او پاتي نور يې خالص الکوليک مواد وو.