له اسرائيلو څخه دباندي د نړۍ په ګوټ ګوټ کي د يهودانو څخه نفرت په سرعت سره مخ پر ډېرېدو روان دئ.
د تل ابيت پوهنتون په يوه څېړنيز راپور کي ويلي په ټوله نړۍ کي د يهودانو څخه نفرت مخ پر ډېرېدو دئ، خو په فرانسه او برتانيه کي د پروسږکال په نسبت دوه چنده سوئ دئ.
راپور وايي په ٢٠٠٨ کال په فرانسه او برتانيه کي پر يهودانو باندي د تيري او زور زياتي ٥٥٩ پېښي ثبت سوي وې، خو په ٢٠٠٩ کال دغه شمېر ١١٢٩ ته لوړ سوئ دئ.
د راپور له مخي په نړۍ کي د يهودانو څخه د نفرت، د هغوى د تذليل او د اخطارونو په ورکولو کي هم ورځ په ورځ ډېروالى راځي.
راپور وايي د دې مخ په ډېرېدونکي نفرت علت په ٢٠٠٨ کال پر غزه د اسرائيلو يرغل او د بېګناه فلسطينيانو وژل دئ او همدا راز په دوهم نړۍ وال جنګ کي د يهودانو په قتل عام کي د نورو اقوامو پر لاس لرلو د يهودانو شک کول دي.