کور / تازه خبرونه / د کاناډايي پوځيانو د مرګ دريم علت ځان وژنه ده

د کاناډايي پوځيانو د مرګ دريم علت ځان وژنه ده

د کاناډا پريس په يوه تحقيقاتي راپور کي ويلي د کاناډايي پوځيانو د مرګ دريم غټ علت د دوى له خوا په خپله د ځان وژنه ده.
راپور وايي له ١٩٨٣ څخه تر ٢٠٠٧ کال پوري د ١٧١٠ کاناډايي پوځيانو د مړيو علتونه يې څېړلي چي ٢٢ فيصده د ټکرونو، ٢٢ فيصده د ناروغيو او ١٧ فيصده کسانو يې خپله ځانونه وژلي دي.
د راپور له مخي د ١٧١٠ تنو مړيو څخه فقط پنځه فيصده يې په دفاعي چارو کي وژل سوي دي.