کور / تازه خبرونه / پښتونخوا: د هزاره ډيويوژن د پېښي تحقيقات کېږي

پښتونخوا: د هزاره ډيويوژن د پېښي تحقيقات کېږي

د خيبرپښتونخوا ايالتي حکومت نن په هزاره ډيويژن کي د لاريون پر مهال د مرګ ژوبلي د څېړني دپاره يو هيئت ګومارلى دئ.
ايالتي چارواکي وايي د پېښور د محکمې د قاضي عبدالعزيز کنډي په مشري يې د پېښي د څېړني په موخه يو هيئت سيمي ته لېږلئ دئ چي په ١٥ ورځو کي مکمل راپور چمتو کړي.
د سرحد صوبې په خيبرپښتونخوا اړولو سره په مخالفت کي د هزاره ډيويژن اوسېدونکو مخالفت ښکار کړ او له پنځلسو ورځو راهيسي ې مظاهرې کولې، چي وړمه ورځ د يوه تاوتريخوالي له امله نهه تنه پکښي مړه او ١٠٠ نور ژوبل سول.
د هزاره ډيويژن اوسېدونکو په سر کي د پښتونخوا له نامه سره مخالفت کاوه، خو اوس ځانته د مستقلي صوبې د جوړېدو غوښتنه کوي.
بلي خوا ته د نيشنل عوامي ګوند ويلي د سرحد نوم به ضرور په خيبرپښتونخوا اوړي او که هزاره ګان د مستقلي صوبې د جوړېدو غوښتنه کوي دا د دوى جمهوري حق دئ، نيشنل عوامي غرض نه په لري.