کور / تازه خبرونه / فرانسې په امنيت شورا کي د هند د غړيتوب ملاتړ وکړ

فرانسې په امنيت شورا کي د هند د غړيتوب ملاتړ وکړ

د فرانسې ولسمشر نيکولاى سرکوزي د هند له صدراعظم من موهن سنګ سره په واشنګټن تر ليدني وروسته د امنيت په شورا کي د هندوستان د مستقل غړيتوب څخه ملاتړ وکړ.
د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت وياند ويشنو په واشنګټن کي خبريالانو ته وويل چي ولسمشر سرکوزي او لومړى وزير من موهن سنګ د افغانستان او پاکستان پر حالاتو سره هم په مفصل ډول سره ږغېدلي او د ملګروملتونو د امنيت په شورا کي يې د هندوستان له غړيتوب څخه ملاتړ څرګند کړئ دئ.
د ويشنو پرکاش په وينا د دواړو هيوادونو مشران د اټومي وسلو د ساتني په باب د اوږدمهالي همکارۍ ژمنه هم سره کړې ده.