کور / تازه خبرونه / روسيه: قرغيزستان به دوهم افغانستان سي

روسيه: قرغيزستان به دوهم افغانستان سي

د روسيې ولسمشر ديميتري ميديوف خبردارى ورکړ چي په قرغيزستان کي ژر تر ژره حالات کنټرول نسي دغه هيواد به دوهم افغانستان سي.
رويټرز آژانس وايي ولسمشر ديميتري ميديوف په واشنګټن کي د اټومي وسلو د خونديتوب په کنفرانس کي وويل شواهد او نښي نښانې داسي ښيي چي قرغزستان د کورنۍ جګړې پر لور درومي او بايد مخنيوى يې وسي.
ولسمشر ميديوف ويلي دا ډېره د اندېښنې خبره ده چي تېره اونۍ د قرغزستان ولسمشر ليري کړل سو او پر ځاى يې يو لنډمهاله حکومت نصب سو، خو زموږ هدف دا د‌ئ چي د قرغزستان له خلګو سره مرسته وکړو او د يوې فاجعې د رامخته کېدو مخنيوى وکړو.