د چين په لوېديځ ايالت چنګهاى کي د يوې زوروري زلزلې له کبله درې سوه کسان مړه سوي او اته زره نور ټپيان دي.
د چين د مځکپوهني اداره وايي دغه زلزه د ريختر په حساب شپږ اعشاريه نهه درجې ثبت سوې چي له امله يې په ځاني تلفاتو سربېره ډېر مالي تاوانونه هم اړلي دي.
د راپورونو له مخي د زلزلې مرکز د تبت غرنۍ سيمي وې چي اوس يې هم جټکې احساسېږي.