د پاکستان مشهور ديني عالم او مبلغ ډاکټر اسراراحمد په لاهور کي د ٧٨ کالو په عمر له نړۍ څخه وکوچېد.
د ارواښاد ډاکټراسراراحمد د کورنۍ غړي وايي نوموړى له څو کلونو راهيسي د زړه په ناروغي اخته وو، چي تېره شپه ناڅاپي حمله پر راغله او چي کله موږ روغتون ته رساوه ده مو مخنيوى وکړ او سهار درې نيمي بجې يې په خپل کور کي ساه ورکړه.
د ارواښاد اسراراحمد جنازه به نن ماځيګر د لاهور په سنټرل پارک کي ترسره سي.
ډاکټر اسراراحمد د پاکستان او هند د نيمي وچي په اسلامي عالمانو کي ځانګړى مقام درلودئ، نوموړى د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند غړى وو، خو لږ وروسته يې ځان ځني ګوښه کړ، هغه د يوه عالم او مبلغ په توګه همېشه د اسلام په نامه د پاکستان د حکومت پر غير اسلامي کړنو سختي نيوکي کولې.
ډاکټر اسراراحمد د هندوستان د مشهور اسلامي مبلغ ډاکټر عبدالکريم (ذاکرنايک) په پيس نومي ټلوېزون کي هم ځيني خپروني پر مخ وړلې.