کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

سرنوشت:
دې نا دولتي ورځپاڼې پخپل لومړي مخ كې د بريتانيى د بهرنيو چارو وزير څرګندونې راخستې او د هغه په حواله يى ليكلي،چې په افغانستان كې داوسنيوستونزو اصلي لامل په بن كې پښتنو ته نه پاملرنه وه.
ورځپاڼې په دوام كې د يو افغان كتونكي په حواله ليكلي، چې د ميلبنډ خبرې پر ځاى دي خو بنسټ ايښودونكي يى خپله لويديځوال دي.
ورځپاڼې د همدې مخ په يو څيړنيز مطلب كې بيا پدې مسئلې بحث كړې، چې هلمند ولې د القاعده او بهرنيانو ترمنځ د جنګ ډګر ګرځيدلې؟
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو فعاليتونو ته كتنه كړې او ددوى په وړاندې يى د ملګرو ملتونو مسؤليتونو ته ګوته نيولې.

هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې بيا د خپل لومړي مخ غټ سرليك د افغان ولسمشر په اړه د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې يو مطلب ته ځانګړې كړې او ليكلي، چې ښاغلې كرزې يو ډير باوري سياستوال دې، چې كولې شي خپله دنده په سمه توګه ادا كړي.
ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، چې ښاغلې كرزې د افغانستان منتخب ولسمشر دې او بل هيڅ څوك له هغه زيات د رهبرۍ معيارونه نشي پوره كولې.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په كابل كې د افغان او بهرنيو ځواكونو د همغږي كولو لپاره جوړې شوې غونډې ته په اشارې ليكلي، چې همغږي د بري لار ده او ګډوډي د ماتې.

خدمتګار:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا په يو مطلب كې د طالبانو د پوځي او مالي ملاتړ مسئله راخستې او ليكلي، چې دوى ترډيره د فارس خليج له شاوخوا هيوادونو تمويليږي او د ازبكستان د اسلامي غورځنګ غړي په افغانستان كې خپلو ملګرو ته وسلې برابروي.
په ورځپاڼه كې د ولسمشر كرزي په وړاندې د ځينو لويديځو كړيو دريځ ته هم كتنه شوې او پدې ترڅ كې د ولسمشر د ورور په حواله ليكل شوي، چې يو شمير امريكايي كړۍ تر طالبانو پر كرزي زيات لګيږي.
ورځپاڼې په ايران كې د افغان بنديانو د اعدام په مسئلې هم بحث كړې او پدې ترڅ كې پوښتلي دي، چې له ايران سره د بنديانو او مجرمينو د تبادلې د تړون برخه ليك څه شو؟

افغانستان ټايمز:
دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې بيا پخپله سرمقاله كې په هيواد كې د ښځو روان حالت څيړلې او پدې اړه شتو انديښنو ته په اشارې ليكلي، چې دوى لا زيات ملاتړ ته اړتيا لري.
په ورځپاڼه كې له افغانستان سره د كيدونكو مرستو د لګولو په څرګنوالي هم بحث شوې او ليكل شوي، چې افغان چارواكي غواړي، چې دا مرستې ددوى له لارې ولګولې شي.
ورځپاڼې خپل نننې كارټون بيا په افغانستان كې د اداري فساد ستونزې ته ځانګړې كړې او پكې اداري فساد يوه داسې ستره بلا ښودل شوې، چې افغانستان ترې د ځان د خلاصون لپاره فرياد كوي.

اصلاح او انيس:
دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې په روانو حالاتو خبرونه او تبصرې خپاره كړي دي.
انيس بيا په ايران كې د افغان بنديانو د اعدامولو مسئلې ته په اشارې له ګاونډيو هيوادونو څخه د افغانانو توقعاتو ته كتنه كړې.
خو اصلاح بيا په افغانستان كې كرنيزو حاصلاتو ته د زياتې پاملرنې غوښتنه كړې او ليكلي، چې دا حاصلات بايد له طبعې افاتو څخه وژغورلې شي.

ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا د خپل لومړي مخ په غټ سرليك كې ليكلي، چې طالبانو په افغانستان كې د خپلو پوځي اهدافو د ترلاسه كولو لپاره لس ميليونه ډالره ځانګړې كړي.
دې ورځپاڼې هم د طالبانو د تمويل مسئله راخستې او د شپيګل ورځپاڼې په حواله يى ليكلي، چې د خليج فارس عربي هيوادونه ددوى اساسي تمويلوونكي دي.
په ورځپاڼه كې په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو د حضور په اړه د ولسي جرګې د ځينو غړو په حواله ليكل شوي، چې دوى د ترورزم پر ضد د مبارزې لپاره نه بلكه د خپلو سياسي اهدافو لپاره راغلي دي.